نظم
ټگی او ريا
Gul Pacha Ulfatتا د کوم فرعون د ظلم سحر مات کړ
چې په لاس کښې گرځوې ښکلی امسا
د کاغذ په گل بلبلې نه ټولېږي
راشه پرېږده نور کارونه دريا
اور لړونی غوندې سوی او تگ تور يې
اميد مه لره دخپلې زرغونتيا
ښه او بد حق وناحق چې معلوم نشي
توره شپه ده ورته مه وايه سبا
چې له نوکه ترکوټيه ټول غرض دي
د انسان په نوم يادېږي څه بلا
خپله گټه او ضرر خيروشر بولي
د انسان د قضاوت دغه معنا
انسان څوک دی زه يې دومره پېژنمه
چې حيوان نه بېلوي ځان په وينا
حق نا حق کړي باطل حق کړي په ويلو
نوم پرې کښېږدي دروا او ناروا
عقل څه دي منطق څه دي حکمت څه دي
غولول د يوه بل په هغه دا
کله خوښ کله غمجن کله حيران شم
دا دنيا ده گډه وډه تماشا
په حرامو ناروا سړی ته ورشي
څه لولۍ او بې حيا ده دا دنيا