نظم
تحول
Gul Pacha Ulfatهغه چې و زمونږ آغا او زمونږ خان غوندې
اوس معلومېږي څه قدرته پرېشان غوندې
پاڼه او وښتی ده په بل مخ اوضاع بل رنگه ده
نور دې څوک نه گرزي فرعون او دهامان غوندې
چې يې حضور ته په اسانه هېڅوک نه رسېده
ليده کاته يې اوس هر چاته شوه ارزان غوندې
وايي خواران او غريبان اوس بادارانو لره
زمونږ په سرد پاسه مه گرزئ اسمان غوندې
راښکته شی کبرو هوا او له غرور ځنی اوس
دا نور عالم هر گوره وگنئ خپل ځان غوندې
باداري پرېږدی، خادمان شئ د وطن او د قام
په خوار غريب شئ پسرله دې لږ مهربان غوندې
هلته چې يو انسان د بل لکه غلام اوسېږي
په هغه ځای د خدای لعنت اوري باران غوندې
باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس
تاسې يې نوره ټينگه مه ساتی ايمان غوندې
چې د فردوسی په شانته وي او باداران وي پکې
هغه وطن خدايږ وگڼمه د زندان غوندې
ټول انسانان دی برابر اصيل کم اصل نشته
په دې خبره ولې ته شولې حيران غوندې
راځئ چې يو شان د ملگرو په شان کښېنو سره
غرور او کبر پرېښودل که نه وی گران غوندې
دملگرتيا ژوند کې خوندونه اوخيرونه دي ډېر
تاسې يوڅو ورځې خو وکړئ امتحان غوندې
نورو سره ځان برابر گڼل مشکل مه گڼه
مشکل کارونه به خدای تاته کړي آسان غوندې
راشه دعدل مساوات لکوټی خوند وگوره
که پښېمان شوې در په کړمه څه تاوان غوندې