نظم

طلاق

Abdul Bari Jahani

څلور كلن زوى راسره دى پر لار

او يو رسا وړوكى ځوان ښكاريږي

موږ يې و ده ته حرف په حرف يادوو

په كلماتو چي دى نه پوهېږي

ده ته د لوبو سامانونه ښيو

ټول كلمات او لغاتونه ښيو

خو نن يوه كلمه پټه ساتو

هغه خبره چي زما زړه سوځوي

نن موږ طلاق اخلو او دا خبره

زما ستونى سوځي راته خوله سوځوي

زه ستاسي دواړو سره مينه لرم

زه او زويك نن روانېږو سره

كشكي كېداى سواى چي طلاق وانه خلو

څومره به يو د بل ياديږو سره

وګوره څرنګه موسكى موسكى دى

دى د خوښۍ د ورځي فكر كوي

ښايسته خولګۍ يې له خندا ډكه ده

د نوي نويو شيانو ذكر كوي

زه ده ته هره كلمه ښيمه

خو د طلاق نوم اخيستلاى نه سم

مخ پر يوه او بله خوا اړوم

پر مخ مي اوښكي پټولاى نه سم

باړخو مي سوځي د دې اوښكو لړۍ

زړه مي زخمي دى په اورونو الوۍ

نن د طلاق د اخيستلو ورځ ده

زه او زويك به مخ پر كور رهي يو

خدايه له دواړو سره مينه لرم

له بې وسيه پر كوم لور رهي يو

كشكي طلاق مي ګرځولاى سولاى

دا سرنوشت مي بدلولاى سولاى