نظم

تلوسه

Gul Pacha Ulfat

بيا نا څاپه زړه ته راغله تلوسه د شعر ويلو

د ښايست انځورانو د معنا سينگارولو

ذوق و شوق، ميل و رغبت بيا زړه ته هره شېبه وايي

د گلزار لور ته د تللو په يوچا د زړه بايللو

چې مې چتی نيوی نشو نه په منډو يو چرگوړی

اوس مې خيال په زړه کښې گرځي د عنقا د رانيولو