نظم
تنهايي
Abdul Bari Jahaniزما څخه ليري نه سئ خلکو ما يوازي نه کئ
چي زما د شپې زما د تيارو ملګري
زما نابللي زما اغزن خيالونه
پر زړه تياره راولي
ما زوکلوي ما وېروي
او په تيارو کي راته
زاړه دردونه ويښوي، نوي زخمونه کري
زه چي يوازي سمه ستاسي په څېر
په ويښو سترګو جنتي خوبونه، نه ګورمه
زه د پاوليو شرنګى نه اورمه
زه په تش لاس کي پيالې نه کړنګوم
زه د بوډۍ په ټال کي نه زانګمه
زه چي يوازي سمه
لويه نړۍ راباندي تنګه سي د قبر په څېر
او بيا اغزن خيالونه
لکه د قبر د چنجيو لښکر
زما په بې واکو ماغزو خولې لګوي
زما نه ژوندون او سباوون هېروي
ما ته مرګى ما ته پرون يادوي
ما ته سلايي د جلادانو ښيي
ما ته راښيي سرې ککړي توري
د چا زخمي زخمي سلګۍ اورمه
او له يو شړک سره فرياد پورته سي
وايمه چيغي کړم ګرېوان وشلوم
د خداى دپاره ډېوې ولګوئ
زما څخه ليري مه ځئ
زما تنهايي ما ته د تېرو شپو کيسې راولي
تللي ياران هېري سايې راولي
او بيا مي اوښکي د نامرادو مينانو په څېر
د وچېدلو نه وي
زه له پرونه تښتېدلى يمه
بيرته ورتلونکى نه يم
پرون په خوب کي ليدل نه غواړمه
او چي يوازي سم پرون ته ځمه
زه شاعر نه يم چي يوازي سم غزل وليکم
زه مين نه يم چي د زلفو په ټال وزانګمه
زه مطرب نه يم چي خيالي سورونه وشرنګوم
زه چي يوازي سم د تلليو آوازونه اورم
زه چي يوازي سم تيارې وينمه
د خداى دپاره ما يوازي نه کئ
دا ډېوې ولګوئ ما ته ډېوې بلي ساتئ