نظم

تڼاکي پښې

Abdul Bari Jahani

په خواږه خوب د ونو سيوري ته ويدو ملګرو

اې د زمان د حوادثو مېلمنو ملګرو

چي د وختونو چپاوونو مو هستي لوټلې

له كومه راغلئ چيرته درومئ لېونو ملګرو

دا لوى ميدان دى كه صحرا يې د دردونو بولئ

د لمر ځنګل دى كه يې تنده د سيندونو بولئ

د سيند په پوري غاړه تيږي دي كه روڼي چينې

مستي نغمې دي كه له درده څوك وهلي غلبلې

يا كوم ساحر دى چي د لمر د پرېوتلو پر وخت

په لار كي ناست دى زړه يې وړى د شفق نندارې

د شپې په لار كي كاروانونه دي د ستورو رهي

د دښت لمن كي د نسيم له سينې پاڅي مستي

هره زره كي يوه شمع نوراني لګيږي ـ

پر هر اغزي يې د خوبونو ګلستان هستيږي

اې لېونۍ ميني پر هغه لور دي مخ ونيوئ

چېرته چي لمر راخيژي چېرته چي رڼا ډوبيږي

كوم ريګستان كي چي سل ګوني كيسې غرقي سولې

څه د ليلا څه د سلما ډولۍ په وار تېرېږي

ښكاره او پټي په سلګونو قافلې رهي دي

مګر يوازي د جرس نغمه تنها شرنګېږي

همدغه رسم او فرمان دى د قرنو راهيسي

پېړۍ پېړۍ پر دغه لاره سفرونه كيږي

سبا به ګورو چي نه موږ يو او نه زموږ يادونه

او بس د رېګو پر سينه به وي باقي ګامونه

سبا به بيا د ونو سيوري ته وي جمع ياران

د وخت ملګري د زمان كور كي مېلمه عزيزان

بيا به پوښتو چي چېرته درومئ مېلمنو ملګرو

يه د اميد شمعي سوځلو لېونو ملګرو ـ