نظم تول او تال Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په سترگه دې پردې د لېونتوب دی لېونيه! تۀ نه پېژنې تول، تۀ تش تال پېژنې 02 تۀ سترگې دلېلی وينې، لېلي نه وينې تۀ زړه د سيپۍ نه پېژنې 03 ته وينې د گلاب سترگو کښې سور د ژوند خمار نۀ ئې جال د جرړو وينې، نۀ ئې جنجال پېژنې 04 او اے د ادم زويه اے نازبينه د الله! د زرو کالو باب کښې ته يو کال پېژنې 05 زما او ستا خبرې د هاتی ماشی وادۀ دے زۀ ټوله لېلی وينم ته ئې يوخال پېژنې 06 زۀ ترک د لوگی ترک يمه د تول د ادم تۀ نۀ پېژنې تول تۀ تش تال پېژنې 07 خو خاص دې ددې دوؤ لېونو سترگو د پاره زه جوړ به خپل تصوير کړمه د ټکو دغباره Dictionary meaning × Headword