نظم تول او تال غني خان د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په سترگه دې پردې د لېونتوب دی لېونيه! تۀ نه پېژنې تول، تۀ تش تال پېژنې 02 تۀ سترگې دلېلی وينې، لېلي نه وينې تۀ زړه د سيپۍ نه پېژنې 03 ته وينې د گلاب سترگو کښې سور د ژوند خمار نۀ ئې جال د جرړو وينې، نۀ ئې جنجال پېژنې 04 او اے د ادم زويه اے نازبينه د الله! د زرو کالو باب کښې ته يو کال پېژنې 05 زما او ستا خبرې د هاتی ماشی وادۀ دے زۀ ټوله لېلی وينم ته ئې يوخال پېژنې 06 زۀ ترک د لوگی ترک يمه د تول د ادم تۀ نۀ پېژنې تول تۀ تش تال پېژنې 07 خو خاص دې ددې دوؤ لېونو سترگو د پاره زه جوړ به خپل تصوير کړمه د ټکو دغباره د قاموس مانا × اصلي کلمه