نظم توره مچۍ Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د وزور دې قربان شم اے وړوکے جادوگرې د ادمو نه اوښياره اؤ د شنو زمرو نه نرې 02 مسئلې د اشتراک کښې تۀ استاذه دلېنن ئې اؤ د جنگ معاملو کښې زنانه نېپوليئن ئې 03 خو تۀ څومره بد قسمت ئې، اے وړوکی جادوگره تا ونۀ څکه فراق، خبر نه شوې د دلبره 04 ته د گل نه شباب وسکې، ترېنه جوړ کړې خواږه شات مال خوله د خوږو ډکه او خپل ځان له لوئې فسات 05 ړوکی بورا اؤ اوږی خان له وسکې شل زره گلونه زۀ د خپلو شونډو خوند له خورم ستا شل زره گلونه Dictionary meaning × Headword