نظم توره مچۍ غني خان د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د وزور دې قربان شم اے وړوکے جادوگرې د ادمو نه اوښياره اؤ د شنو زمرو نه نرې 02 مسئلې د اشتراک کښې تۀ استاذه دلېنن ئې اؤ د جنگ معاملو کښې زنانه نېپوليئن ئې 03 خو تۀ څومره بد قسمت ئې، اے وړوکی جادوگره تا ونۀ څکه فراق، خبر نه شوې د دلبره 04 ته د گل نه شباب وسکې، ترېنه جوړ کړې خواږه شات مال خوله د خوږو ډکه او خپل ځان له لوئې فسات 05 ړوکی بورا اؤ اوږی خان له وسکې شل زره گلونه زۀ د خپلو شونډو خوند له خورم ستا شل زره گلونه د قاموس مانا × اصلي کلمه