نظم توره، پښتو، پښتنواله Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تورياليو په حضور کښې سرټيټ کړی افلاطون دی د تيرې تورې په خوله کښې د يوه ملت ژوندون دی 02 توره ښه ده ډېره ښه ده چې په لاس کښې د انسان وي هسې نه چې په منگل کښې د ليوه يا د شيطان وي 03 بل د تورې اهل نه دی دا وسله د مسلمان ده وسيله د حق پاللو او دنشر د قرآن ده 04 تمام عمره تېره توره په دنيا کښې حکومت کړي 05 په هغوی دې تل رحمت وي چې قايم پرې عدالت کړي 06 يا ايستلی توره لاس کښې حفاظت د ملک ملت کړي 07 د مظلوم انتقام اخلي په ظالم قهر ومنت کړي 08 ظالمان په تېره توره په ناحقه خونرېزي کړي 09 چې بې دين په هاتي سپور شي دکعبې بې حرمتي کړي 10 حق پرست چې قوت مومي دخوارانو دلداري کړي 11 په قوت د تېرې تورې له کعبې بوتان وتلي 12 بت شکن مسلمانان هم سومنات ته رسېدلي 13 حق پالونکو تورياليو خلق حق ته رابللي 14 د لوی خدای واړه احکام يې په دنيا باندې منلي Dictionary meaning × Headword