نظم

تورانۍ

Ghani Khan

داسې ټکی په پښتو ژبه کښې نشته

تورانۍ چې پرې زۀ ووايم ثنا ستا

دې د خاورو جوړو شونډو کښې څنگ ځائې کړم

خوشحالی، مستی، ځوانی او خندا ستا

د غمو پړق څنگ په ټکو کښې ښکاره کړم

څنگه گېره کړم سپوږمۍ دژبې دام کښې

څنگه ونيسم په گوتو کښې سرور ستا

څنگه واچوم د نور درياب په جام کښې

څنگه خوب د ځوانۍ کړم بندی د خاورې

په څه اوتلم رنگونه د وصال

څنگه نور ديار د سترگو لاس کښې واخلم

څرنگ وتړم پنډوکی کښې هلال

ناديده غلام دربار کښې د سلطان

داسې زه ولاړ ستا حسن ته حېران

دا ده بس چې مجبورۍ مې خپله وسوه

تورانی نه شم کولې ستا بيان

خوچې ستا پيغام د نوی صبا واورم

لکه گل چې د سپرلی واوری پېغام

تياره هېره کړم په طمع د رڼا شم

په لحد کښې وڅکم د مستۍ جام

اميد ويښ شی، ژوند ته بل خېشته مشال کړی

د مرگی دمخه تاؤ د ژوندون شال کړی