نظم
تړلی خورجين
Abdul Bari Jahaniيوه ورځ صحرايي ګرځېدى په ښار كي
كرۍ ورځ يې تېره كړې وه بازار كي
چي څه شيان يې په بازار كي رانيوله
سمدستي يې په خورجين كي قلفوله
تر ماښامه يې ځان ستړى په سودا كړ
دروند خورجين ډك له مالونو يې په شا كړ
ستړى سوى كرۍ ورځ و په مزلونو
په ملا كړوپ سو بوج يې زيات و د مالونو
د بازار له شورماشوره چي ګوښه سو
په اوږو يې سا شړل يو ځاى دمه سو
ستړى ځان يې هغه دم خوله خوله سو
صحرايي په خرهاري سو بيده سو
غل ظالم تمامه ورځ په ده پسې و
چي هر ځاى و صحرايي دى به هورې و
په كراره يې ترې پورته كړل مالونه
صحرايي ته يې ور پرېښوول خوبونه
نيمه شپه وه چي راويښ سو له خوبونو
ويې نه ليدى خورجين ډك له مالونو
په خواريو چي ګټلي يې پيسې وې
په تڼاكي يې لاسونه غبرګي پښې وې
هر څه تللي وه د ده په خوله ايرې وې
ورته پاته د غم پېټي اندېښنې وې
په ژړا سو په نارو سو په بغارو
چوكيدار يې هم خبر سو په چيغارو
يو ناڅاپه ور نه هېر سول ټول غمونه
په خورجين كي يې په ياد سول دوه قلفونه
چي يې وليدې كيلۍ او خپل جېبونه
په خندا يې سره ټك وهل لاسونه
ويل خلك مي ساده بولي هوښيار يم
زه په عقل كي د غلو د مشر پلار يم
چي كيلي راسره ګرځوم تياره
غل به څنګه كي پيدا خورجين ته لاره
د هغه وطن پر مال به د غلو شپه وي
پر ميدان چي يې پرې ايښې خزانه وي
په ميراث كيلۍ پاتېږي تر نسلونو
نه درك د خزانو وي نه قلفونو