نظم څه گورم Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 گورم جهان کې څوک کعبه ځينې بوتان جوړوي غلطه پوهه له سړی ځنې شيطان جوړوي 02 د سړو کار دی چې دخپل وطن کارونه کړی جوړ جونه او پېغلي سينگارونه کوي ځان جوړوي 03 تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينگران جوړوي 04 د ودانۍ اميد له هر چا نه کېدلی نشي له خاورو گټو ښه کورونه معماران جوړوي 05 چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کښې د چا هغه کوښښ کړي په عالم کښې انسانان جوړوي 06 ډېر تفاوت شته په انسان کښې دمعنا په لحاظ واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي Dictionary meaning × Headword