نظم

څه جوړوي ؟

Gul Pacha Ulfat

چې لوی کار دار ځانته مکان جوړوي

وايي لوی کور افغانستان جوړوي

خوشی ناست نه دي ورته ښه وگورئ

د حرم باغ لکه رضوان جوړوي

جنت يې جوړ کړ خوهغه به ورځي

چې ځان نه حورې او غلمان جوړوي

وايي اصلاح مې کړه شروع له ځانه

ځکه اول ځان بيا جهان جوړوي

حزب يې که جوړ نکړ زيارت يې جوړ کړ

ليډر که نه جوړوی خان جوړوي

دلته چې هر يو پس له بله راځي

ځان نه ولي بل نه شيطان جوړوي

په مدرسه کښې د اغيارو کله

څوکد د افغان ځوی نه افغان جوړوي

پردي کلتور پردي لمسون له سړی

حلقه بگوش داين و آن جوړوي

سرکښې څه پريږدي ماغزه يې مينځي

د سر ويښته يې په ښه شان جوړوي

مو د پرستي دومره غالبه شوه اوس

ځان خرڅوي او چا ته ځان جوړوي

غلط علاج نه بې علاجه ښه دي

ناجوړه ښه دی که يې وران جوړوی