نظم
څه قبلوم
Gul Pacha Ulfatيم شمع د تورتم په سر اورونه قبلوم
په زړه لکه لاله سوی داغونه قبلوم
ته وساته په زړه کې محبت د نازنينو
ما پرېږده چې د خوار غريب نازونه قبلوم
چې ستړی او ستومان وي په خدمت کې د وطن
په سر او په لېمو يې قدمونه قبلوم
عوض که شي قبول او بنديوان پدې راضي شي
مظلومه ستا د پاره زه جېلونه قبلوم
هر څه به زه قبول کړم که عذاب وي که عتاب
په ژبه او قلم کله قيدونه قبلوم
د يو بل په صفت کې څه په کار دی تقريرونه
د حق په دوه حرفو چې زندانونه قبلوم
ډوډۍ نه حورو غمونه خورو کنځلی خور ووهل خورو
منعمه! ستا له لاسه دا څيزونه قبلوم
گلزاره ستا گلونه د مظلوم په وينو سره دی
زه کله دغه شان سمسور باغونه قبلوم
له ژونده يې زړه تور دی خپل وطن ورته سور اور دی
ناري وهي اوس خضر چې مرگونه قبلوم
نور خلق ترې منکر دی يو په ما باندی قيامت دی
تر څو به زه يوازې قيامتونه قبلوم
يوه ژبه راپرېږده چې کوم درته عرضونه
په لاس په پښو په غاړه ځنځيرونه قبلوم