نظم

څلوريځې

Gul Pacha Ulfat

فکر کښې خيال په خيال کښې فکر نيول

معنی ته رنگ رنگ ته معنی ورکرل

د شاعر کار دي شاعري وگڼه

د زړه په سترگو خوب په ويښه ليدل

د معنی د زړه په راز اور مز خبر يم

د ژوندون ښکلا ته سترگې او نظر يم

دا د لاس او پښو کار له مامه غواړئ

خيال او فکر ته پيدا په شان د سريم

هغه وينم چې يې نور نشي ليدلی

هغه وايم چې يې نور نشي ويلی

دلته څوک د حال په ژبه نه پوهېږي

زه په ژبه د مال يم غږېدلی

که رښتيا نشې ويلی اوسه غلی

دروغ خو مه وايه که ځان گڼې ښاغلی

آس يې مه بوله براق ورته مه وايه

بې لکۍ خره ته که خر نشې ويلی

پخوا کور کښې بي بي ناسته وه مستوره

تله بازار ته په سودا پسې مزدوره

اوس بي بي سرتوره ووته بازار ته

ده مزدوره دکور ناستې ته مجبوره

غلام عقل غلامۍ لره پيدا وي

دومره پوه په خوی او پوی د خپل آغاوي

چې په خيال کښې يې سبا که يو څه گرځي

ده يې وچولی کښې اوستی ډېر پخواوي

د آغا گناه بي بي غوندې مستوره

د مزدور گناه هم وي لکه مزدوره

بي بي نشي ليدی څوک مزدوره ويني

څه به وايم ددې خلکو له شعوره

له ټوټکو غواړي اثر د مسيحا

کټوري غواړي له زاڼو د هوا

احمق سپي ته واښه ږدي اوښ ته هډوکی

کوي ړوند ته اشارت گونگ ته وينا

حکومت که قانوني نه وي شخصي وي

د آغا، آغازاده او د بي بي وي

کورنۍ او خېلخانه پکښې خاني کا

قندي گل شاگل ما گل پکښې خوندي وي

ځان د چا غلام کړه که په نوروباداري کوې

سرټيټول زده کړه که کارونه سرکاري کوې

هلته زورورته په گونډو لاس په نامه اوسه

دلته که فرعون غوندې په مونږ کلانکاري کوې

ته يې چې بد گڼې هغه خلکو ته ښه ښکارېږي

تا ته خواږه خلکو ته زهرونه ترخه ښکارېږي

چې په مجلس کښې يې ساتې د سترگو تور شي د قام

چې په قصرونو کښې ځای ورکړې هغه غله ښکارېږي

وايي چې خبرې له خبروپيدا کېږي

فکر په خبرو کښې کړي وده او لوئېږي

نه وای که خبرې هېڅ به نه و په دنيا کښې

هر څوک د خبرو په قيمت کله پوهېږي

معکوس شوي اساسونه دهستۍ

ځکه لوړ مقام ته رسي په پستۍ

ډېر څه مومي چې له ډېرو شيو تېر شي

غلامان يې کړه خانان خان پرستۍ

هم مې شعرونه هم کارونه کړه جوړ

د ليک او لوست مې کتابونه کړه جوړ

دوه پښتانه مې نکړه جوړ هېڅکله

که مې هر څومره مجلسونه کړه جوړ

قهرمان د سياست دی هر يزيد

ولايت لره په کار دی بايزيد

شاهان فخر د دنيا په تخت و تاج کا

او هم تاج نه بهتر وگاڼه تبعيد

قانون وي اول نظر کښې ډېر ښاغلی

چې لا نه وي د عمل کور ته راغلی

نقص او عيب يې په عمل کښې معلومېږي

خصوصاً که چلوونکی وي ناولی

چې د وينې درجه دې نشي دنگه

نور څه مکړه زندگي دې کړه بلنگه

ژوندون هله شي بې مالگې چې سړی

سترگې پټې غوږ کړي بندار ژبه گونگه

مخالف وي يو له بله حال او قال

په وينا کښې گوره عکس د مقال

د پښتو دا حماسي عالي شعرونه

درته ښيی د پښتون پرېوتی حال

پښتون ډېر دي تېر اېستلی شاعرانو

مغرور کړي په ستاينو اديبانو

که اوس سل گزه کوهي کښې ښکته پروت دی

ورته ځان ښکاري اوچت له کهکشانو

لاپې شاپې ځان ستايل غټې خبرې

که هر څو وي زړورې زورورې

قوت نه دي کمزوري او ببری ده

شاعرانو وراغوستی خول او زغرې

ښځه حق لري د ژوند او کار کولو

لکه نر د لياقت څرگندولو

په دې شرط چې اهليت وښيی په کار کښې

نه چې ځان ښيی په ځان سينگارولو

ماموريت که په ښه وجه ښه صورت وي

لبسرين پوډر ته به څه ضرورت وي

کار ورانېږي نه وايمه چې څه کېږي

که معيار د لياقت زېب و زېنت وي

د کار خلک نه کوي ډېرې خبرې

د خولې شور کله کوي د جنگ لښکرې

چې سندرې جوړوي هغه وي غلي

سندرغاړي وايي شپه او ورځ سندرې

فکر مه بيايه يوې خوا ته مدام

چې محدود نشي هر لور ته کوه پام

مقيد يې د گاډۍ آس غوندې نکړې

له او هامويې ساته په اهتمام

په جهان کښې چې مردوده باداري شوه

روحاني رنگ کښې راووته پيري شوه

د پيرۍ او مريدۍ بازار چې سوړ شو

سياسي رنگ يې پيدا کړ ليډري شوه

بد بيني نه ځي که ديدهم لاړ شي لېمونه د چا

په تن مينځلو خيرې نه اوزي له زړونه د چا

يقين راځي اوځي د يو بل په خبرو باندې

بدگماني نه ځي هېڅکله له مغزو نه د چا

په تعليم به يو څوک پوه په زېر او زور کړې

بې هنره به صاحب د کوم هنر کړې

ور په سر به کړې خولۍ د پوهنتون

باور نکړم چې بدل ماغزه د سر کړې

له ځانه لرې شه چې ځان ووينې

جهان نه اوزه چې جهان ووينې

نه ډېر نږدې ليدی شې نه ډېر لرې

نه به تور تم نه ډېر روښان ووينې

وژله يوازې د تېغ کار نه دی

مار هم قاتل دی خوخونخوار نه دی

چې بشري کرامتو نه وژني

هغه گڼلی چا خو نکار نه دی

چې شرتله په آخور کښې وي واښه وي

چې په مالگه په کاسه کښې شي سابه وي

دانسان د ژوندون مالگه کيفيت دی

فرق يې نه وي له حيوانه که دا نه وي

شاعر بوسه غواړي کنځلو سره

نه غواړي قند مخلوط له گلو سره

کابينه غواړي اعتماد له شورای

له سپکو سپورو بد ويلو سره

د ظالم د زړه چول کار دموسی و

پکښې رحم اچول کار دعيسی و

ورکاوه يوه ظالم بل ښه کاره

يو د عدل بل د مينې رهنما و

عقل هر وخت د ضعيف د لاس امسا ده

له قوي سره که نه وي څه پروا ده

گوډ او ړوند بې امسا نشي گرزېدلی

تفنن د پاره لاس کښې د بينا ده

په ضعيقه اراده عقل حاکم وي

که قوي وه اراده نو بيا خادم وي

د بشر خدمت ته عقل پيدا شوی

په دې شرط چې روغ و جوړ صحيح سالم وي

عقل گوري ارادې ته د انسان

چې تېری کوي که چا سره احسان

اراده چې هر څه غواړي اوکوي يې

دی پيدا ورته دليل کړی او برهان

غلامی د ذهن نه ځي له انسانه

دماغ کله ازاديږي په اسانه

نه ورکېږي غلامي رنگ يې بدلېږي

ځي بدن نه مگر نه ځي له وجدانه

يو غلام دی اوهامو خرافاتو

بل د رسم او د رواج او عنعناتو

که په چا باندې غالبه تنهايي شي

ژوند بېخونده شي چې مخص دانايي شي

که بېخي په جمعيت کښې شي څوک محوه

خوښي زياته شي خو کمه بينايي شي

يوه ښکلی ښايسته پرې پيکره

بله توره ناشولته بد منظره

کميت کښې يې فرق نشته کيفيت دی

چې يوه يې کړه بلا بله دلبره

چې د چا فکر منفي نظر منفي شي

عملي جنبه شي ورکه فلسفي شي

د شبنم طوفان يې مخه د کار نيسي

د لمدو خټو خو لږ اوبه کافي شي

ذره بين عقل ته هر څه ډېر غټېږي

وړه پچه ورته لوی پېچري کېږي

ټيټ و پاس ورته مهيب کاندی خپل وهم

د مږک سوري گړنگ ورته ښکارېږي

په يره ډوډۍ مړېږي قلندر

په ملکونو نه مړېږي سکندر

که څوک پوه شي بډای وږی فقير موړ دی

له بډای سره وي تل جوع البقر

مونځونه کړي خو يو هم نکړي د اسلام دپاره

حج ته د خدای د پاره نه ځي، ځي د قام د پاره

هر څه چې کړي د قلم ليډر اصلي منظوريې دا وي

چې په ولس کښې شي مقبول د خاص و عام د پاره

خوار غريب په خيرات کله مړېږي

د بډای لوږه هېڅکله نه کمېږي

د شهرت د اقتدار د عزت رږی

گڼه سترگې چې په غرونو نه ډکېږي

د انسان جوهر د ژبې گريايي ده

همدغه يې زېبايي او دارايي ده

بې له ژبې هېڅوک هېڅ نشي موندلی

دانايي دلربا يې که بډايي ده

ډېر اثر شته د اور ژبو په تقرير کښې

سحر پټ دی د وينا طرزو تعبير کښې

په اذهانو کوي لوبې خطيبان

د وينا په مدو جزر بم او زير کښې

خلک ودونه کړي په ډول په نغاره

فحاشي کړي ډېره پټه کناره

د زاهد پټی گناه اری ټېنگ ستر

عبادت زهد و تقوی يې وي ښکاره

په دوستۍ کښې دښمني خو غداري ده

که ښه نوم ورباندې ږدې نوهوښياري ده

بد ښه کېږي ښه بدېږي په خبرو

په وينا کښې خو همدغه ساحري ده

څوک په کارکښې لاس پښې کاندې ستومانه

د چا زړه ، روح او دماغ وي سرگردانه

دا د تن نارامي ډېر ه درته ښه ده

که دې ورکه نارامې کړه له وجدانه

توره يې اخيستی لاس کښې نه ده توريالی دی

خوب کښې يې هم جنگ ليدلی نه دي بريالی دی

داسې تش نومونه دلته ډېر مونږ اورېدلی دي

رنگ يې د ليدونه دي خو نوم يې گلالی دی

چې په ډېر مشکل پيدا نوی معنا کړم

په ډېر زيات کوښښ يې ښه طرز کښې ادا کړم

وايم اوس يې پوهېدو د پاره چېرته

خليلي مجروح پژواک يا بل پيدا کړم

په منطق او استدلال حق باطلېږي

يا باطل د حق په ځای باندې درېږي

فلسفه عقل او پوهه هغه وايي

چې انسان يې په ويلو خوشحالېږي

راغونډېږي ډېر عالم په مداري

يا چې غم وي يا ښادي او سيالداري

که څوک خلک راټول په يو ملي وحدت کړي

دې ته وايي قيادت او ليډري

چې زورنه وي ضرورت پېښ شي دليل ته

چې دليل يې وي کمزوری ځي تا ويل ته

زورور ته څوک دليل نشي ويلی

دليل وايه! مساوي يا کور دليل ته

نه يې زړه کښې صداقت، مينه وفا شته

نه يې سترگو کښې څه شرم او حيا شته

سياست لري څو مخه څو اړخونه

وخت په وخت يې خوله کښې سل ژبې گويا شته

د سرکار قدرو قيمت گوره په کار دی

که کار نه وي محض سرنوڅه په کار دی

د کار دار ټول اهميت گڼه په کار کښې

بېکاره کار داربل شی نه محض دار دی

که بې رنگه بې ريا زهدو تقوی وي

له ټگۍ برگۍ چل ول نه مبرا وي

څوک يې کله بازارونو ته راباسي

سود سودا لره خو زهد دريا وي

دا چې څوک څه شی له چا غواړي لرزان

حقيقت کښې خرڅوي ځان په احسان

گران ارزان دی ارزان گران دی که څوک پوه شي

په اصلي قدرو قيمت باندې د ځان

خوند يې نه وي چې ژوند محض دانايي شي

بې معنی شي که يوازې عيا شي شي

کم و کيف خوند او معنی جلال جمال

چې په ژوند کښې شي پيدا ژوند انساني شي

ته مې ژوندوي د زندان تورو کوټو کښې

که تک تور شم د سکرو په معدنو کښې

که مې سترگې شي ړندې يم په تورتم کښې

بيا هم غواړم د حيات او به تيارو کښې

زړه شي خوښ چې سترگې وگوري ښکلا ته

چې زړه ښه شي نو خوله جوړه شي خندا شي

خوږ اواز د غوږ له لارې راځي زړه ته

دا حال مه وايه کاڼه او نابينا ته

هر زردار گوره د زرو مالک نه دي

لکه هر په سلوک پوه چې سالک نه دي

د دنيا طالب که هر څومره فقير وي

فقير نه دي د سرو سپينو تارک نه دي

څوک چې له عشقه ناقرار نه وي

پوه په معنی د انتظار نه وي

غم راويښ کړی او پوه کړی نه وي

عقل يې بينا زړه يې بيدار نه وي

شخص که هر څوک وي د څو ورځو حاکم وي

د ده ظلم وي څو ورځې که ظالم وي

خدای دې نکړي جامعه په ځان ظالمه

چې دا ظلم هم قايم وي هم دايم وي

د يوه خره له سپۍ د بل سېپۍ د درو

وي بېباکه خوله د سپکو زور ورو

پوچه سپکه سپۍ خوله هېچا ماته نکړه

ماتوي خلک ډکې خولې د مرغلرو

تقاضا د جگ او ټيټ نه وي يو شان

راشه! وگوره باغبان او پالېزوان

يو ټيټ بوټی ته مېرې پسې ټيټېږي

بل جگ ښاخ ته دميوې لوړوي ځان

که ماشوم لاس کښې نانځکه گډوي

لويان هم ماشوم په لاس کښې لوبوي

په ولس کړی حاکم لوبې په ده بل څوک

سياست رانه نانزکې جوړوي

دي ملي فرهنگ اساس د مليت

هم ملي ثروت دی هم ملي قدرت

شعري بانگی دي الفت ډېر سهيم کړی

په دولت کښې د کلتور او ثقافت

د کار پوهه خو هم ويښه هم بينا وي

شله نه وي له عمل سره اشنا وي

سړه نه وي جاذبه لري د مينې

ور سره اخلاقي تومنه د تقوا وي

حب او بغض دوه قوتونه دي انسان کښې

که يوه نه وي بل هم نه وي جهان کښې

هر يوه نه پخپل ځای کښې اخله کار

پام کوه چې يو هم مړ نه کړې په ځان کښې

که په ظالم څوک بلوسېدلی نشي

دمظلومانو دوست کېدلی نشي

د خدای د پاره دښمني ده دوستي

خو دا دوستي هر څوک کولی نشي

ای فکرونو دماغونو کښې بنديانو

په عمري قيد مقيد و محکومانو

رحم نه دی بې رحمي ده که بدل شي

د مرگ حکم په عمري قيد د قيديانو

د بلبلو پروازونه وي گلزار ته

د زاغانو پروازونه وي مردار ته

زاغ مشهور په هوښيارۍ دی بلبل نه دی

پټ په غوږ کښې دا حال ووايه هوښيار ته

عناد په زړه کښې توره لاس کښې کبر سر کښې لري

ډېر عذابونه ډېرو خلکو ته نظر کښې لري

پټې عقدې د ظالم تريو تندي کښې غوټه ښکاري

خوله يې هم سپۍ ده او خروړی سپي په در کښې لري

اوس خاورو لاندې چې نه غږېږي

ټولو هېر کړی هېڅ نه يادېږي

غايب نظر نه غيب شي عالم کښې

خلک د خلکو ژر ژر هېرېږي

دلته هلته لفظ بدلېږي او ورکېږي

معاني په هېوادو کښې نه بدلېږي

معنی روح ده لفظ جسدوی د معنی

لفظ مړ کېږي معنی بل لفظ ته نقلېږي

يو ظريف نقل د هر مجلس و

په لطيفو يې خوښ دا اولس و

غلام نبي و ځای يې چارباغ و

غني معنی کښې مادي مفلس و

چا راوړي ځان سره ده بينايي

چا پخپل مخکښې د حسن رڼايي

چا د ښکلو ښايسته سترگو د پاره

رانجه راوړه چا د سترگو سلايي

هېواد ته مخه چې د طوفان شي

ښارونه، کلي، کورونه وران شي

سره شي په وينو ډېر ميدانونه

يوه سړی نه جوړ قهرمان شي

په احتياط احتياط په لاره نابينا ځي

ړوند بې لارې نشي تلی که ځي بينا ځي

پلي خلک ويني لوړې او ژورې

بډايان نه ويني ځمکه په هوا ځي

يو څه اصول دي ژوندانه ته ضرور

خو چې ژوند نشي د اصولو مزدور

اېديولوژي ښه ده د ژوند خدمت کښې

نه چې ژوندون ته شي بادار يا تربور

سياست موچې سرونه لوړ وي

منارې مو له سرونو جوړوي

سربازي کړي مقدسه مرگ ژوند بولي

سروهي سرلوړي سر ته رسوي

د دين باب کښې روحاني نه دي مادي دي

سياست کښې دملي روح منا دي دي

د ملي روحيې څومره کړي ستاينه

خو د دين روحيې سره عنادي دی

عقايد که مذهبي که سياسی وي

چې اساس يې محبت بشر دوستی وي

په هر ئيږم کښې چې وي ترې به ځارېږم

په دې شرط چې تش نوم نه وي حقيقي وي

سياست جاه و جلال دی د روزگار

د ژوندون سابه په مالگه کړی سرکار

خو که مالگه ډېره زياته شي يا کمه

بيا ژوندون لره مرض شي د فشار

که مزدور خان شي او خان مزدور

مجبور جابر شي جابر مجبور

ظالم بدلېږي خو نه ورکېږي

نه حاصلېږي اصلي منظور

په نامه باندې چنگېز وي که تيمور

رنگ يې سپين وي که تک تور وي اوکه سور

رنگ دې ورک شي نوم دې ورک شي د ظالم

زمهرير غوندې وي يخ که سور تنور

کار له فکره فکر کار نه شی پيدا

گڼه چرگه او هگۍ هغه او دا

فکر کار دی او کار دی مجسم فکر

يو وبوله ابتدا بل انتها

وايي مه کوه خبرې کوه کار

بې خبرو کار په کار دی د بادار

د خرکار او د خره فرق به نو په څه وي

که خر کار لکه خر کار کړي نه گفتار

کړي قدرتونه حماقتونه

عيبونه يې بولي خلک هنرونه

چې قدرتونه مخ په زوال شي

هنر يې هم بيا گڼي عيبونه

ښکليتوب که وي بې مينې بې معنا

د وير ده د مينې نه ده مړه ليلی

مبتذله او ناپاکه ښکلا هېڅ ده

د لولۍ د ښکلا شرم وي بها

په عادي حال کښې عادي غوندې انسان يم

د ژوند چارو کښې له ډېرونه نادان يم

په بل حال کښې څوک زما په خوله څه وايي

چې بيا زه پخپله هم ورته حيران يم

ژبه په وينا ژوندۍ ده سترگې په نظر

کارخانه په کار او اژانسونه په خبر

زړه ژوندۍ په مينه سر ژوندی په فکر باندې

ژوند د نظر فکر وينا مينې په هنر

وايي زينت المکان بالمکين

په ويونگی يې ووايه آفرين

که تشناب هر څومره ښکلی وي جوړ شوی

مجبوريت دې ورته بيا يې نه تزئين

بې طلبه مطلب کله وي جالب

په طلب شي يو مطلوب او بل طالب

د طلب هڅه کښې پټ دی د عشق راز

په هجران کښې پټوي ځان مطالب

وايي چې خبرې له خبرو پيدا کېږي

فکر په وينا کښې زرغونېږي او غوړيږي

څوک چې د خبرو نسل قطع په سکوت کړي

وژني معنی فکر د فرهنگ کور خرابېږي

د ځان ساتلو پوهه عامه ده هرچا سره ده

هم له انسان هم ځناورو د صحرا سره ده

د حق ساتلو او د ځان قربانولو پوهه

له او الوالعزمو لويو خلکو د دنيا سره ده

څه په کار به د چا هغسې شوری وي

چې د ږيرې واک يې لاس کښې د ملا وي

کله اور کله اوبه وي کله هېڅ نه

گاه د اوسپنو نينې گاهی حلوا وي

ځينې ځينې تشوي پکښې ډک زړونه

ځينې نور غواړي چې ډک کړي تش جېبونه

په وينا کښې چپ په رايه کښې چې راست وي

مخالفه يې ده ژبه نه لاسونه

هر چا هر څه په يو راز نه دي ليدلی

څوک يو راز او څوک بل راز دي پوهېدلی

د گمان فرېب که نه وي حقيقت کښې

چا چې نور دي غولولي غولېدلي

په ورانکارو چې کارونه جوړوي

حقيقت کښې جوړ کارونه ورانوي

يا ټگي يا ډېره زياته سادگي ده

که بتان په بت پرستو ماتوي

دا عادي کتابي پوهه چې يادېږي

په ليک لوست باندې هر چاته حاصلېږي

د ماغي انقلابي نايابه پوهه

کله کله کوم شاعر کښې پيدا کېږي

که انسان د خېټې نوم وي نور څه نه وي

پروا نشته که پراته ورته واښه وي

که دماغ سترگې غوږونه زړه او روح وي

بې هنره ژوند به بلمنگه سابه وي

که هر څومره غولېدلی عام نظر وي

ظاهربين ساده سطحي او کوروکروي

که هر څومره ښه منفوراو بد منظور کا

بيايي هم قضاوتونه معتبر وي

پيرکه خس دی بيا هم خپل مريد ته بس دی

مريدان دي ډېر کسان که پيرناکس دی

له مريده بندگي د خدای مه غواړه

که له خدايه ورته گران پير يو په لس دی

يو بېکاره او ناکاره به کاردار کړې

يو بې واکه او بېوسه به واکدار کړې

ديابو زين او افسار به کړې د زرو

گمان نکړم چې بدل به يې رفتار کړې

سياست که په اسلام هم متکي وي

که هر څومره پرهېزگار او متقي وي

بيا هم هېڅ صرفه په قتل وقتال نه کا

مقابل که امام د دين علي وي

گونگ مې څېره ړوندې مې اواز پېژني

کله مې دوست غوندې غماز پېژني

چا په يو راز چا په بل راز وليدم

زما اصلي راز اهل راز پېژني

بتان چې مات کړي بت د ځان جوړوي

ځان نه ولي بل نه شيطان جوړوي

مريدان نيسي د الله په نامه

بيا ترينه ځان ته بندگان جوړوي

شمر نوم د هر ظالم د اقتدار دی

چې لوی شوی په کاله کښې دسر کار دی

په حسين کله لاس نيسي يزيدان

اقتدار که مسلمان وي هم خونخوار دی

مجلسونه کښې ښه کېږي تقريرونه

تنهائی کښی پيدا کېږي لوړ فکرونهه

چې هم فکر هم وينا دواړه عالي شي

اجتماع او انزوا دي دوه وزرونه

په احسان غلاموې چې بل انسان

بيا دعوه کوې د خير او د احسان

دا که ستا بشر دوستي وي بشر دوسته

لا به څه کړې که لېوه شې يا شيطان

خوښ مې دي لوی مجلسونه شورايي

يا د فکر په عالم کښې تنهايي

د ملگرو خاص مجلس ته خوشحالېږم

خوښ مې نه دي مجلسونه هرجايي

ظال خوب کښې ډېر په زوره خرېده

دی ويده وخو راويښ يې کړه ويده

دا يې خوب دی چې نور خوب ته نه پرېږدي

لا به څه کړي که له خوبه ويښېده

يو وکيل ته ځوی ويل چې ولې پلاره

کارته نه ځي تنخا اخلې له سرکاره

هغه ووې چې په کار او په خدمت خو

تنخاگانې مزدور اخلي له باداره

چې وکيل تش کاندې زړه، جب يې ډکېږي

چې وزير ټيټوي سر، ځای يې لوړېږي

د وزير لمنې لاندې مردارۍ

چې وکيل کاندی خوله وازه، معلومېږي

راته ووې د نسوارو ټېکه دار

نسوار خوله کښې مانع کښېږي د گفتار

سرکاري ټېکه دار پوه په رمازه کړم

چې سرکار ورکوي خلکو ته نسوار