نظم
څلوريځې
Gul Pacha Ulfatپه خوراک کښې وي د خولې برخه خوندونه
ساز سرود اوښه نغمه اوري غوږونه
د ښايست په نندارو سترگې خوږيږي
د معنی په خوند پوهېږي دماغونه
چې جهاد سياسي نه وي مسلکي وي
سياسي مراعاتونه لا يعنی وي
انحراف چې له مسلکه قبول نه کا
ناکامي هم ډېره لويه کاميابي وي
د هرچاچې حيواني قوت زياتېږي
نفس شيطان لره هغومره مغلوبېږي
که څوک غواړي چې غالب شي په شهواتو
په مړښت نشي دا کار په لوږه کېږي
کموي روژه غوښتنې شهراني
مضمحل کړي هوسونه نفساني
د روژي غايه همدغه شی دي ځکه
روژه نه نيسي صغير، شېخ فاني
چې محروم نشم د ښه ژوندون له خونده
خلاص مې کړه خدايه! د حرس حسد له بنده
له دوستانو سره زه ښه يم پخپله
له دښمن سره مې ته ښه کړه خاونده