نظم

څلوريځې

Gul Pacha Ulfat

څوک خپل فکر ته ملگری لټوي

څوک ملگرو ته خپل فکر بدلوي

چې خاوند د عقيدې وي په رښتيا

عقيده له چا نه قربانوي

دا سطحي خبرې باد وړي بربادېږي

چې خبره وي عميقه پاتې کېږي

سطحي مه اوسه خو ډېر زيات که عميق شي

په خبرو دې بيا خلک نه پوهېږي

آزادي که خيراتي وي يا د چا مهرباني وي

افتخار به پرې ونه کا که همت يې افغاني وي

قرباني چې پکښې نه وي هغه کله لوی اختر وي

آزادۍ سره تړلې ډېره لويه قرباني وي

خوښه دې چې غلا کړې که فحشا او که سودونه کړې

چا ته جاسوسي کړې که په چا باندې ظلمونه کړې

دلته د عمل آزادي هر چاته حاصله ده

سر دې د وهو دی که آزاد ازاد فکرونه کړې

که وي شعر لکه در ښکلی آبدار

د صنعت هنر او فن عالي شهکار

ورته غوږمه نيسه هېڅ ازاد فطرته

که پکښې د غلامۍ وي څه اثار