نظم
څلوريځې
Gul Pacha Ulfatد يوه آسوده ژوند کښې شرم و عار وي
د بل خوار او ساده ژوند کښې افتخار وي
فضيلت او تقوی نه وي ډېر ثروت کښې
ډېر مالدار سړی به ډېر لږ ايماندار وي
د هغه به مادي ژوند ډېر خوار و زار وي
چې يوازې له معنی سره يې کار وي
د مادې او د معنی مقابله ده
چې هر يو شي ډېر غالب هغه بل خوار وي
نه دي بد تمام غلجي يا دراني
يا ازبک يا هزاره يا ترکني
نه ټول ښه دي نه ټول بد دي ولسونه
دې قانون نه مستثنی دي لغماني
شخصي نظام چاته ډېر څه ورکوي
چا ته خپل حق هم پوره نه ورکوي
کله د چا مخ ښکلوي په مينه
کله بيا گوره سوک په خوله ورکوي
مچ که پاس د چا په سر ځای ولري
که په لوی د سترخان خوري شکرتري
که دگل په پاڼه نسات وي گلخانه کښې
بيا هم نشي پرېښودی مردار خوري
يو شان نه دي نصيبونه قسمتونه
کاتبانو د ازل کړی فرقونه
چا بانگونه دي ډک کړی په ډالر و
چا پخپلو خدمتونو تاريخونه