نظم
تصوير
Abdul Bari Jahaniسړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لکه ماشوم په وړانګو لوبي کوم
ستا د تصور مخي ته ودرېږم
او دا يوه لحظه دي خپله کمه
هلته سينه کي غولېدلى زړګى وخوځېږي
او پردۍ ميني ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى سي سترګي ورپوي
پر شونډو بيا ګرځي زاړه قولونه
بيا د سبا د لمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعي ولګېږي
سترګي سوځي
خو يو ناڅاپه د تصوير له سترګو
د ژوند او ميني رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه او تصوير پاته سو
او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه لېوني لاسونه
بې ارادې د تصوير خوا ته ځغلي
تصوير څيري او ژمنۍ سکروټي
لمبه لمبه کي د کلو خيالونه
لا يې لمبه په سترګو وينمه خاموشه نه ده
لا د تصوير بې نوره سترګي زما پر لور کږې دي
چي په سينه کي مي د زړه په تل کي
ستا له تصويره سره مينه نوى اور بلوي
او په رګونو مي بڅري ګډ سي
نور دي تصوير ته هم کتلاى نه سم
يوه لحظه دي خپلولاى نه سم
او دا د ژوند سره ملګري لمبې
دا په رګونو کي ژوندي بڅري
دا د تيارو دا د رڼا ملګري
ستا د خيالونو له محله سره
په تصويرونو رويباري نه کوي