نظم
څومره به ښه وی
Gul Pacha Ulfatچې په سپين مخ دې زلفې خورې وی
سترگې دې تورې شونډی دې سری وی
زه يم او ته يې ناز و نخرې وی
څومره ښه وی،څومره به ښه وی
چې زه حيا کړم او ته شوخي کړې
زه جرئت نکړم خو ته مستي کړې
شې مهربانه او دلداري کړې
څومره به ښه وی، څومره به ښه وی
چې مې حيا شي لږ غوندې لرې
زه در نزدې شم ته وايې لرې
درته شروع کړم د عشق سندرې
څومره به ښه وی، څومره به ښه وی
چې ستا په غاړه وي امېلونه
زه دې وربل کښې ږدمه گلونه
ته راته وايې د زړه حالونه
څومره به ښه وی، څومره به ښه وی
چې درته وايم په مايې گرانه
له ټول عالمه له درست جهانه
ته وايې نه مي دومره ارزانه
څومره به ښه وی، څومره به ښه وی
چې شم بېخوده او هر څه وايم
ډېره دې زياته له حده ستايم
ته راته وايې چې زه خو ستا يم
څومره به ښه وی، څومره به ښه وی