نظم
څرنګه هلمنده!
Abdul Bari Jahaniڅرنګه هلمنده زموږ د چيغو زور دي وليدی
ويښي دي څپې سوې ساړه څاڅکي دي اورونه سول
مستي دي سوې غاړي د کلونو له خمار څخه
ختم دي خوبونه سول سرکښه دي موجونه سول
واغوستل ژونديو کفنونه د مرګي په نوم
وښورېدې شنختي را ژوندي مو لحدونه سول
راغی د تاريخ د حوادثو توپاني بچی
ډک يې د دښمن له ککريو ګړنګونه سول
څرنګه هلمنده دا ولس د اېلېدلو دئ؟
څرنګه هلمنده دا توپان د ګرځېدلو دئ؟
زوی د حوادثو حوادث يې زېږولي دي
ووايه زمان ته دا رستم د غوزارېدلو دئ؟
نه مي درته ويلې چي ژوندي به مړه اورونه سي
څاڅکي به يو کېږي ځني جوړ به سېلابونه سي
يو به سي راويښ به سي قوي به سي رهي به سي
مات به زندانونه سي خپلواک به ولسونه سي
نه مي درته ويلې چي شاهد به آسمانونه وي
ژوند به وي، بری به وي، د فتحي به جشنونه وي
تښتي به، پټېږي به مېلمه او کوربانه رهزن
موږ به يو قاضي به وي د عدل به حکمونه وي
بيا به شاهد د اهريمن د پرزېدلو يې
بيا به ته شاهد د نمرودانو د سوځلو يې
بيا به د کرملين د سپيو کوکي اورېدلای سې
بيا به ته شاهد د انتقام د اخيستلو يې
بيا به ته شاهد يې چي آزاد به دا دښتونه وي
بيا به ته شاهد يې چي خپل کړي مو دا غرونه وي
شپون به وي، شپېلۍ به وي، رمې به وي شنېلۍ به وي
پلني به کيږدۍ وي پکښي بل به زموږ اورونه وي
څرنګه هلمنده زموږ د چيغو زور دي وليدی؟
ويښي دي څپې سوې ساړه څاڅکي دي اورونه سول