غزل اوښکې مې له ډېره ضبطه ډېره رواني کا Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوښکې مې له ډېره ضبطه ډېره رواني کا سيند چې څومره ډب شي هومره سيمه طوفاني کا 02 پټ شي په وريځ کې لکه وځي له ورېځي نمر مې د تودو سړو د ژوند ترجماني کا 03 شوق او انتظار او اضطراب په زړبودۍ کې يار که ملتفت شو ترېنه جوړه به ځواني کا 04 پوه وي پخپل حسن چې تکل د آيينې کړې بيا پخپل ديدن ولې دا ښکلي حيراني کا 05 سترگو ته دې وايه چې داټيټ کاته ښه نه دي پوهه دا هندکۍ کړه چې خويونه افغاني کا 06 پټ چې په لباس وي خو پيکر چې د حيرت وي عشق ورته تصوير غوندې په برخه عرياني کا 07 وگوري په ترڅ او بيا رقيب ته په خندا شي کله ډېره ډېره چې په ما مهرباني کا 08 ماته دي معلوم چې دېو د نفس يې اسير کړی ملک يې دی دزړونو مسخر، سلېماني کا 09 څو چې حمزه وينه د مَېنو ارزانېږي زياته په ديدن کې هومره ښکلي هم گراني کا Dictionary meaning × Headword