غزل

اوښکې مې لاړې خو ناښادې نه دي

Hamza Shinwari

اوښکې مې لاړې خو ناښادې نه دي

دا خو په دې چې ادم زادې نه دي

هېرې سندرې رايادېږي ولې

تېرې قصې خو راته يادې نه دي

سترگې که واړوې چې جام شته زما

مړ مې ارمان سترگې مې مړاوې نه دي

دا حوصلې په محبت کې زما

ځوانې دي ځوانې خو ازادې نه دي

دا خو هوښيارې وې ساده شوې ولې

ښکاري چې سترگې دې صيادې نه دي

تېرې خو ورځې د ځوانۍ شوې حمزه

تيرې به خود وي چې بربادې نه دي