غزل
اوښکې مې راغلې خو څه ستنې شوې
Hamza Shinwariاوښکې مې راغلې خو څه ستنې شوې
جوړ څه هندکۍ شوې څه پښتنې شوې
تپوس له چا کړم، بيداره عشقه
هم ته رهبر شه، لارې اوږدې شوې
د زلفو خوی و، تر څو به سم و
چې په دې پڼ کې ، لارې کږې شوې
ستا غوندې ښکلی به ستا ښېرې شي
که دعاگانې مې در پسې شوې
اوس دې د زلفو خبرې نه کړي
جوړ مرورې، له ما نه شپې شوې
تا چې وې کړې ترخې خبرې
چې وخت تېرېږي هومره خوږې شوې
چې ننواتې قبوله نه شوه
اوس څه جرگې شوې، څه مرکې شوې
چې کچه نه شوې په ځير کتو مې
ښکاري چې اوس دې سترگې پخې شوې
حمزه عجب ده چې ترجمانې
د سنگدلانو ژبې پستې شوې