غزل

هغه ښکلي به وانه وړي له پښتو نه

Hamza Shinwari

هغه ښکلي به وانه وړي له پښتو نه

خلقه پرېږدئ څه جوړېږي د جرگو نه

تمنا مې کړه سلگۍ د مخ پړونۍ

ضبطه جار دې شمه زه د ارغشو نه

خيبرۍ مينه زما يې تازه نه کړه

يم خفه يې د شډلو پسرلو نه

دا باڼه چې نه راگوري خو راگوري

نه کاته يې لا بلا کړي د کتو نه

لاړې ورکې شوې د وخت د تندي گونجې

چې مو گونجې لاړې نه شوې د شملو نه

ستا دزلفو په سودا کې لکه سيوری

نه خبر يمه د تلو نه نه راتلو نه

هره لاره د تا لار ده، خو لار نشته

هره لاره دې بوږنېږي له ورشو نه

دا چې کله وسله کښېږدي څه سبب دی

کړم پوښتنه دې له سترگو پښتنو نه

هر منزل کې دي زما د قدم نخښې

ځکه پاتې شوم د ډېرو قافلو نه

زاهد اوس په برکت د صهبا پوه شو

سره د مخ يې چې غايب شول د توبو نه

گرانه زړه زما حجره د پښتنو ده

چې هېڅ وخت نه وي خالي د مېلمنو نه

په هر گام کې صراحي او پيمانې دي

حمزه هوش دې کړه خبر د تيندکو نه