غزل هر څو که محبت مې زړه چاودون گڼلی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هر څو که محبت مې زړه چاودون گڼلی دی حاصل له غنم رنگو مې ژوندون گڼلی دی 02 محفوظ هغه عاشق وي دالفت له شيرنۍ هر خټ چې ددې لارې بېستون گڼلی دی 03 فانوس مې تخيل شي ستا د مخ په تصور هر څو که خيال د زلفو مې شبخون گڼلی دی 04 موجود خو هر يو شی وي د فنا په اعتبار عالم مې واهمې څخه مرهون گڼلی دی 05 قربان له پرېشانۍ مې شبستان د بادشاهۍ ما ستا د زلفو سوری همايون گڼلی دی 06 ښايست چې ملتفت شي لا سوا کړي اشتياق افسوس چې دا کريم خلکو قارون گڼلی دی 07 کړه ستا له يوه خياله يې قربان خيالونه ټول حمزه دې عقلمند او که مجنون گڼلی دی؟ Dictionary meaning × Headword