غزل
هستۍ! که ستا له دامه ډېر په گرانه وواته
Hamza Shinwariهستۍ! که ستا له دامه ډېر په گرانه وواته
بې شانه بختور دي په اسانه وواته
کېدونکی در نه خود و د حالاتو بغاوت
ستا لاس چې د وختونو له گرېوانه وواته
شول ورک له خپله ځانه چې خپل ځان ته يې و مخ
خپل ځانته دادي راغله چې له ځانه وواته
موسکۍ چې شمع رويه شوې اغيار ته! ستا مېن
محفل نه د لوگو غوندې پرېشانه وواته
څوک نېک وو او که بد وو، له ارمانه وواته
دا واړه پښېمان له دې جهانه وواته
بې ستا د تصور نه په هر لور او هر طرف
ډېر ډېر يې که سامان و بې سامانه وواته
اوس ته چې کومو خلقو ته ناجاڼه کړې کاته
شايد چې سلامت له امتحانه وواته
اشنا هغه مېن چې ستا نښان يې لټاوه
چې شول په مرحلو کې بې نښانه وواته
حمزه غوندې نور هم وو په محفل کې گله ستا
ظالم که پرې رقيب و خو خندا نه وواته