غزل هسې رنگ د جمعيت لټون په کار دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هسې رنگ د جمعيت لټون په کار دی د پښتو د زلفو لا خورون په کار دی 02 جام دې نوی وي زاړه شراب په کار دي په تازه بندش کې زوړ مضمون په کار دی 03 آيينه د نني تهذيب دې ښه ده خو جوهر پرې د ساده پرون په کار دی 04 چې ستا سترگې د غمزو له خويه نه اوړي په شرابو د توبې لړون په کار دی 05 په سبا سبا دې زه دومره مېن کړم چې په هر سبا مې ستا پرون په کار دی 06 شوگيرې د خپل زنگون د پاسه خوند کا خو د خوب د پاره ستا زنگون په کار دی 07 زړه مې ستا له سترگو نه صبرېږي وايي په جونگړه کې د مرگ ژوندون په کار دی 08 ياره وشوه نور نظر دې ستون په کار دی ستا د پاره مې هوښيار جنون په کار دی 09 زما ستا سمون څه گران دی خو بس دومره چې لږ ستا د کوږ نظر سمون په کار دی 10 اسوېلو مې د افشا کډې په سر کړې چې د عمر شو بېلتون جنون په کار دی 11 د رقيب نه که بد وايم خفه کېږي اوس واقف شوم چې څه رنگ لمسون په کار دی 12 ځلېدلی خوب د ژوند پکې موندی شي د لېمه د شبستان لټون په کار دی 13 لا روستۍ سلگۍ مې پاتې وه چې راغلې د اجل استازی بېرته ستون په کار دی 14 چې سلگی د يار د نوم نه پس ونه کړې حمزه! ستا د پاره بند ژبون په کار دی Dictionary meaning × Headword