غزل
هسې هم له خويه وځې خاندې ولې
Hamza Shinwariهسې هم له خويه وځې خاندې ولې؟
چې راپورې يې، راپورې خاندې ولې؟
لاشهرت دې شو زياتي په سپين روبۍ کې
که په ما شوې تورې نورې خاندې ول؟
گله! غوږ يې او هم سترگې يې، هم خوله يې
نه څه اورې، نه څه گورې خاندې ولې؟
له بلبله دې حيا شي که مکېز کړې
گله وايه په نسکورې، خاندې ولې؟
چې له ما وه بې نيازه هغه څوک وه؟
چې تپوس مې کوي نورې خاندې ولې؟
ستا د عشق له سپوره ستغه نه جار وزم
راته وايه ستغې سپورې خاندې ولې؟
چې تر وره در سره لکه رقيب وم
ډېره ښه ده ور کړې پورې خاندې ولې؟
ستا له تورو به څه تور شي که تورېږي
پاڅه سترگې دې کړه تورې خاندې ولې؟
حمزه هسې شو ناتوان ژړلی نه شي
بې خبره له خپل زورې خاندې ولې؟