غزل
هجر کې زما په وطن کې وطن پاتې شي
Hamza Shinwariهجر کې زما په وطن کې وطن پاتې شي
څنگ چې د بلبل نه په خزان کې چمن پاتې شي
آب و هوا داسې د کابل مې مخالفه ده
ذوق د ښکلا لاړ شي هم مې ذوق د سخن پاتې شي
پټ که په جامه يم، محبت داسې عريان کړمه
بس لکه لباس چې دتصوير په بدن پاتې شي
ته چې راښکاره شي د وجود بڼه مې وسوځې
نور څه پاتې نه شي دوه لېمه مې دتن پاتې شي
ته که په غوسه کې هم غاښونه سره وچيچې
بيا هم په ښکلا کې ورته دُر د عدن پاتې شي
دغه سپين رويي در سره بس ده په مينو کې
تور د محبت چې د عزت په لمن پاتې شي
تېر به شي حمزه خو دا يقين دی چې تر ډېره به
ستا به لاره وو د پاره خاپي د فن پاتې شي