غزل
هېڅ د مېن زړه نه بهر نشته چې به نه وي
Hamza Shinwariهېڅ د مېن زړه نه بهر نشته چې به نه وي
ستا نه بې سببه خطر نشته چې به نه وي
ټول جهان دې خپل کړه، انشا ستا په لېمه کې
هېڅ داسې انداز د نظر نشته چې به نه وي
ښکليه په محفل کې به دې سوځي ترابده
داسې يو د زړونو اگر نشته چې به نه وي
راشه زما زړه ته چې خبر شې له خپل حسنه
دې بازار کې داسې خبر نشته چې به نه وي
تل به د حمزه په شوگيرو څيرې گرېوان وي
هېڅ داسې خندا د سحر نشته چې به نه وي