غزل

هېڅ له يو او بل نه خبرېده سره

Hamza Shinwari

هېڅ له يو او بل نه خبرېده سره

تله په يوه لاره پښتانه سره

راز دمينې بيا هم پاتې پټ نه شو

وې د زړه خبرې که دزړه سره

بس خو يو تريخ گوټ دی اشنا تېر يې کړه

راشه چې نن دواړه شو خواږه سره

خدايه دا شملې دې مدام جگې وي

پاتې پښتانه دي يو پنځه سره

خوی مې نظر ستا له نظر واخيستو

غل خو شي، څوک مل چې شي د غله سره

کور دې چې اشنا پکې جوړ کړی دی

څرنگه زړه در کړمه دزړه سره

زړونه مو خواږه خواږه دردونه کړي

څو که مونږه دواړه يو تراخه سره

نېغ ويشته کوي داسې باڼه لرې

څو که دې پخپلو کې کاږه سره

مينه هغو وکړه حمزه تېر شولو

دواړه به چې اور ته پرېواته سره