غزل
هېڅ نه شوم پوه چې ستا رضا څه به وي
Hamza Shinwariهېڅ نه شوم پوه چې ستا رضا څه به وي
ددې ستم چې مدعا څه به وي
وصل، فرقت مې هېڅ پکار نه شو
اوس ددې درد مې دوا څه به وي
تل چې پنجه يې وي د رقيب په مرۍ
داسې بې بس که کړي ژړا څه به وي
ستا په ابرو چې راشي بل لږ شان
بل که صورت وي دقضا څه به وي
هر چې عاشق کوي د پاره د ستا
که کړي روا و ناروا څه به وي
ستا د ښايست زکات يوه بوسه
که شي عاشق وته عطا څه به وي
بل ته حمزه ونه کړې ( تمه) چرې
که شي خبر پرې بېنوا ، څه به وي