غزل
هېڅ پوه نه يم له تا چې شناسا يم او که نه
Hamza Shinwariهېڅ پوه نه يم له تا چې شناسا يم او که نه
زه ستا په تماشا کې تماشا يم او که نه
هېڅ پاتې اعتبار يې د وينا نه دی په ځان
اشنا زما پوهېږي چې گويا يم او که نه
بر هم په دا مه شه چې زه اوس بې نياز شوم
اوس دی دغه سوال چې شيدا يم او که نه
پرسان دې له پرېشانو تورو شپو کوه اشنا
چې ستا د تورو زلفو په سودا يم او که نه
عالم متغير، متغير هره لمحه
لږ ما کړه پوهه ياره چې حمزه يم او که نه