غزل
هوښيار ووې چې گل هسې خندان ولې راته
Hamza Shinwariهوښيار ووې چې گل هسې خندان ولې راته
مجنون ويل چې وايه پرېشان ولې راته
حاجت و لېونو ته د تازه تازه اغزو
حيران وم چې سپرلی په بيابان ولې راته
انسان چې د عالم نه په گريان ځي دا خو خير
لېکن په دې مې پوه کړه چې گريان ولې راته
ما پرېکړه په خپل لاس د تعلق هغه رشته
بيا جذبه راته وايه چې ارمان ولې راته
ما وې چې محبت که نه وی کور د آيينې
تصوير غوندې به بېرته ترې حيران ولې راته
دا ښکاري چې انسان نه دی له اُنسه عبارت
اشنا چې يو له بل شونو نسيان ولې راته
ستا نوم خو په ماگرانه، نه و لفظ د اسان
بيا وايه زما خولې ته به اسان ولې راته
فطرت د هر مېن چې وي تل تل صنم پرست
واپس نو د کعبې نه مسلمان ولې راته
اوس نه ښکاري چې راغلم، نښانې زما د پَل
افسوس چې سم په ما پسې کاروان ولې راته
ای عشقه رسېدل دې لا کمال ته دي مشکل
دا چاک دې د زړگوټي په گرېوان ولې راته
رندان ورته معلوم شو چې له ځانه وو بهر
واعظ له خراباته پښېمان ولې راته
دا لار د بې لارۍ وه پرې تيندک وواهه وخت
ناپوهه د الفت په بيابان ولې راته
ښايسته! ورته ستا چې نه وای داسې التفات
حمزه به دې تر عمره غزل خوان ولې راته