غزل
هوښياره راته وايه چې روغ څه لېونی څه دی
Hamza Shinwariهوښياره راته وايه چې روغ څه لېونی څه دی
پاتې يې ته په زړه کې هغه راز د ما په خوله دی
پاړو! د مار لړم اوده دې پاتې شوه بېکاره
خوړلی زلفو وروځو خو دمرگ په خوب اوده دی
مَېنو! ټولې لارې يوې لارې ته راگرځي
بې يو نه پاتې نه شي دغه راز د ژوندانه دی
نن سترگې مې وحشته په يو کس څنگه خوږې شوې
لږ پرېږده تذکر مې چې دادی او که دا نه دی
حمزه وار دې خطا شو په ارمان وې ددې ورځې
اشنا چې درته وايي، وايه وايه حال دې څه دی