غزل
وعده د ښکلي يار مې نزدې شوې غوندې ښکاري
Hamza Shinwariوعده د ښکلي يار مې نزدې شوې غوندې ښکاري
ښکالو د احساساتو چې سندرې غوندې ښکاري
زاړه شول اميدونه که ايفا يې د وعدې ده
دا شپې ورځې اوس ماته هسې نوې غوندې ښکاري
زه لرې د مودووم، که دی لرې د مودو و؟
اوس ماته چې نزدې شو هسې لرې غوندې ښکاري
ما وې چې زه اشنا ته به دا څيرې گرېوان ښايم
چې راغلو هره څيره يې گنډلې غوندې ښکاري
راخېژي څه نری نری لوگی يې له محفله
که ځوانه حوصله د مېن سوې غوندې ښکاري
حمزه! اوس به د چا نه اوښکې پور کړې په دا وخت کې
دا سا نننۍ اوښکې وينې زوې غوندې ښکاري