غزل وختونه ددې ځلند انتظار څنگه خواږه دي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 وختونه ددې ځلند انتظار څنگه خواږه دي شايد چې دي کېدونکي هر هغه چې مې په زړه دي 02 دا گواښ يې څه غضب شوزما جذبه مېړنيه لږ رايې وله خولې ته اسوېلي په پرېواته دي 03 باڼه يې بې قرار دي څو که سم نه گوري ماته که سترگې پېرنگۍ لري باڼه يې پښتانه دي 04 بس دا مې و اثر داسوېلو دتمام عمر کاته چې کله کله راته هم کوي،ساړه دي 05 چې برندې پښتنې سترگې دې نه کړې اسوېلو ته بېواکه بېنوا دې دعا گويه مېلمانه دي 06 زه ستا له التفاته اجازه غوښتلی نه شم زما په زړه چې څه وو راغله ټول زما په خوله دي 07 حمزه اوس دې ځوانۍ شوې دسخن نه مرورې جامه ورکوه نوې که خيالونه دې زاړه دي Dictionary meaning × Headword