غزل
وختونه دي اړخونه بدلوي رابدلوي
Hamza Shinwariوختونه دي اړخونه بدلوي رابدلوي
اسمان دی نظرونه بدلوي رابدلوي
اشنا مې نظرونه بدلوي رابدلوي
زړگی مې هم اړخونه بدلوي رابدلوي
تقدير چرې ډاډ ور نه کړلو زړه ته د ضمير
هر څوکه قسمتونه بدلوي رابدلوي
هوښيار خو داسې نه مې و مارغه د تصور
پر نه کړي خو څانگونه بدلوي رابدلوي
فطرت چې د الفت دی له ښايسته عبارت
ښايست خوشې دامونه بدلوي رابدلوي
شايد چې بدلولی د انسان نه شي فطرت
دا څوک چې نظامونه بدلوي رابدلوي
پوستکی حمزه خير دی که بدل کړ لکه مار
پښتون کله رنگونه بدلوي رابدلوي