غزل

ويلې کړو غمونو د زړگي مې صدا نه راځي

Hamza Shinwari

ويلې کړو غمونو د زړگي مې صدا نه راځي

نم مې د الفت په اور کې وسو ژړا نه راځي

نشته بوی د زلفو له سبا نه هم شو پټ صنم

زه يم په دې فکر کې چې باد سبا نه راځي

نقش مې په فرقت کې په دماغ د مرگ صورت شو

هره سا، چې وباسم نو وايم چې بيا نه راځي

زه طالب د يار يمه رقيبه د جيفې نه يم

مرد چې وي، گونگټ هسې بيا کور ته په شا نه راځي

داسې دورنگۍ دخپل اشنا متحر کړمه

غم کې ژړا ما له، خوشحالۍ کې خندا نه راځي

خلک داسې وايي چې له خوف سره رجا وي مل

ولې مې د زړه تورې کوټې ته رهبر نه راځي

لطف او که جفا کړي همه ښايي بېنوا لره

بل څه د حمزه په ژبه بې له ثنا نه راځي