غزل

واپس جوړ ويده بخت د پښتنو راغلی دی

Hamza Shinwari

واپس جوړ ويده بخت د پښتنو راغلی دی

دا شوق چې په زلمو کې د پښتو راغلی دی

هر څو که صراحي ورپوې خاندي په خټ خټ

ساغر ته خو فطرت د اسوېلو راغلی دی

لا کيف پکې سوا شي چې شراب شي پخواني

زلمی شو چې ادب په زړيدو راغلی دی

رنگ رنگ گلونه راغله د پښتو ادب په چول

اوس وخت ايله د سترگو غړيدو راغلی دی

قربان چې کهکشان ترې نه ښکارېږي د مقصد

دا گَرد د هغو تېرو قافلو راغلی دی

هستي چې ورکېدو ته شوه نزدې زما د درد

مجبور په ننواتې د زبېرگو راغلی دی

حمزه! جوړې شعرونه دې ټول خوب وزنگول

دا نن شپه چې دې ذوق په ارږمو راغلی دی