غزل

ورځه نه تلې نه راغلې سترگې

Hamza Shinwari

ورځه نه تلې نه راغلې سترگې

ستا دې وي خپلې زما خپلې سترگې

پوهېږې؟ څرنگه وي ښکلې سترگې

ښکلې هغه وي چې وي غلې سترگې

اوښکې دې نه پرېباسي تندر اشنا

کړه دې موسکۍ دا ژړېدلې سترگې

زما نظره گستاخي وکړله نن

خوښې زما دي بوږنېدلې سترگې

اخر مو جوړ شول له بڼو نه غشي

چې يو تر بله جنگېدلې سترگې

اوس اموخته شوم که الفت و لږ ډېر

پخوا مې ستا نه برېښېدلې سترگې

حمزه تيرې د بېلتون وبوږنېدې

چې د اشنا وځلېدلې سترگې