نظم
وصيت
Ghani Khanکۀ خازې شنې مې په قبر وی ولاړې
کۀ غلام مړ ؤم راځئی توکۍ پرې لاړې
کۀ پخپلو وينو نۀ ؤم لمبيدلی
په ما مۀ پليتوئ د جُمات غاړې
چې قطرې قطرې مې فوځ د دښمن نۀ کا
مورې ما پسې په کوم مخ به تۀ ژاړې
يا به دا بې ننگه ملک باغ عدن کړم
يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې