نظم

وصيت

غني خان

کۀ خازې شنې مې په قبر وی ولاړې

کۀ غلام مړ ؤم راځئی توکۍ پرې لاړې

کۀ پخپلو وينو نۀ ؤم لمبيدلی

په ما مۀ پليتوئ د جُمات غاړې

چې قطرې قطرې مې فوځ د دښمن نۀ کا

مورې ما پسې په کوم مخ به تۀ ژاړې

يا به دا بې ننگه ملک باغ عدن کړم

يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې