غزل
وحشت مې د صحرا بيا په سر خاوې بادوي
Hamza Shinwariوحشت مې د صحرا بيا په سر خاوې بادوي
زړگی مې د حسرت هېر شوي خلک يادوي
ايجاد کړلو حيا د ستم لطف نُما بل
لذت تا د صحرا نور دی ما ازادوي
هېڅ شک په مهرويانو کېږي نه د قتل و خون
نازک د گل د رگ هسې صورت کې سادوي
هرگز نه يم غلط په تبسم دزهرو ډک
خندا نه ده هغه چې سوي زړونه ښادوي
حمزه نار د خمار به دې تر حشره وي تازه
سرشار دې چې زړگی د بېنوا پرې بادوي