غزل

يار د وصال چا له نعمت خو ميسر رانغی

Hamza Shinwari

يار د وصال چا له نعمت خو ميسر رانغی

چې ورسره پکې بېلتون د مچ وزر رانغی

تل چې ورېځ راوړي باران پکې برېښنا وي دبرق

آه د ژړا مې ده شپه ورځ پکې اثر رانغی

زه محبت گڼم وصال، نه ملاقات د اشنا

سر خوږوي هسې ناصح، زما باور رانغی

د کافر تورې زلفې جال د جادو سترگې ډکې

داسې اثر دی ترې واپس پيامبر برَ رانغی

هغه ړومبی گوزار د يار، څه شو لذت يې حمزه

ور پسې زوړ دې شو حسرت هغه منظر رانغی