غزل يار مې نشته کور کې ځکه ده زما بيديا خوښه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يار مې نشته کور کې ځکه ده زما بيديا خوښه کور مې د زړه وران دی ځکه ده زما صحرا خوښه 02 يار زما ويلي وو چې خوږ زړونه دي خوښ زما ځکه مې ده ډېره دخندا په ځای ژړا خوښه 03 نه لرم طاقت د بېلتانه د سيند چپو نه زه ځکه وايم زه چې مې د يار نه ده رضا خوښه 04 زهر وي که شهد خو د يار د لاسه خوند کوي ده د يار د لاسه مې جزا په ځای سزا خوښه 05 درد مې دی په زړه کې دجانان ځکه ثنا کوم ځه لاړ شه طبيبه چې زما نه ده دوا خوښه 06 خلک دې لېونی راته شپه ورځ وايي زما پرې څه عقل مې پکار نه دی د يار مې ده سودا خوښه 07 سر دنياز ښکته په چوکاټ ورته حمزه ايښی اوس که کړي وفا او که جفا د بېنوا خوښه Dictionary meaning × Headword