غزل يار مې سر د يو بوسې په بدل وايي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يار مې سر د يو بوسې په بدل وايي زر شه زر شه راته يار د اجل وايي 02 رقيب سپک لکه د مچ دی خو گرم نه دی خپلو شونډو ته اشنا چې عسل وايي 03 بې له ياره چې خالي شي کور دفکر صاحبان د عقل دې ته خلل وايي 04 خوږ اشنا مې که بند بند پرې کړي اشنا دی دانايان کله گني وته نل وايي 05 سيه مست يې يو تربله بسته کړي د څړۍ اوږده قصه يې ول ول وايي 06 د الفت په سيند کې کب د سوي زړه مې د هجران دنهنگ سختې به تل وايي 07 حمزه ځار دې تخت و تاج شي له دې فخره سمندر در ته بادشاه د غزل وايي Dictionary meaning × Headword